بیت المقدسه تا به څوک ژغوري؟

لیکنه: م. م. حمد الله دانشمند

بیت المقدس ته خطاب

بیت المقدسه ‌ته د مسلمانانو دوهمه قبله یې، ته د ډېرو انبیاؤ علیهم السلام مسکن، معبد او مدفن یې، تاته ابراهیم او لوط علیهما السلام هجرت کړی، ستا په محراب کې سید الرسل صلی الله علیه وسلم د انبیاؤ علیهم السلام امامت کړی، له تانه یې د معراج معجز سفر تر سره کړی، ستا د مبارکې صخرې په حلقه جنتي براقونه تړل شوي، ته د خلکو د منشر او محشر ځای یې، ته د اسرافیل علیه السلام د نداء مکان یې، ته د زمکې پر مخ د قِدم له پلوه دوهم مسجد؛ خو د ثواب له پلوه درېیم جومات یې. بیت المقدسه په تا ستر څښتن جل جلاله حسي او معنوي برکات لورولي، تاته د ستر “دجال” لاره نشته؛ خو واړه دجال دي نن په پاک حریم ناولي قدمونه کېښودل، رسما یې ستا په اشغال سره د ټولې اسلامي نړۍ ازادي پایمال کړه، ښایي د کامل مسلمان له پاره دا یو وړوکی قیامت وي، فلسطیني پیغلو‍ او زلموټو خو له خپل وس او توان سره سم ستا له دیني ارزښتونو نه د معصومو وینو په بیه او د سرونو په نذرانې دفاع وکړه، په لسګونو شهیدان او په زرګونو نور د صهیونیستي نیواکګرو له خوا ټپیان شول؛ آن تر دې چې یوه بې پښو فلسطیني زلمي ستا له قدرمن حریم نه د مچلوغزې به وار سره دفاع کوله.

بیت المقدسه که ته د خپلې ازادۍ په پار یو ځل بیا د عمري تورو پړکا ته د انتظار شېبې شمارې؛ نو هغه خو د زمکې تل ته رحلت کړی، که د صلاح الدین ایوبي د آسونو شڼهار ته په تمه یې؛ نو هغه هم له دې ورانې نه کوچېدلی دی، که غواړي چې عرب زلمي به د خپلو نیکونو تاریخ ته په کتو یو ځل بیا آسونه زین کړي، ستا مرستي ته به په تورو، ډالونو او نېزو ځانونه سنګار کړي، دیهودو او لاسپوڅو به یې سرو له تنو بېل کړي، دا به د ” فرضٌ ممتنعٌ” له قبیل نه وي؛ ځکه هغوی لا له وړاندې د فلسطینې پتمنو پېغلو په معصومو وینو د “اېوانکا” په جبین خالونه کېښودل، د هغوی واړه ارمانونه یې د هغې د یوځلي ملاقات له پاره د سپېلنو په څېر لوګی کړل؛ دا راز یې د خپلې عزتمنې پرګنې حجاب هغې ته په یوه موسکا هبه کړل، د هغې خونخواره پلار «ټرامپ» ته یې د خپلو نیکونو ویاړمن مډالونه قیمتي سوغاتونه ډالۍ کړل؛ د مسلمانانو د دې ستر قاتل په اشارو یې ډېر دیني اقدار او ارزښتونه تر پښو لاندې کړل؛ یو لړ معنوي شتمنۍ یې له هغه نه د مادياتو په بدل و پلورل؛ دوی غواړي، چې په دې توګه به د دې تورې بلا موخه په بله مهار شي؛ خو دا خوب به یې کله هم رښتیا نشې.

چې ستا په اشغال د هغوی غیرت را ونه پارېدل، لري نه ده چې حرمین «حرسهما الله تعالی» هم د دې منحوسو پنجو ښکار نشي.

بدیهي ده، چې د شهوت او لذت په میو مست وګړي یواځې د دنیوي زیب، زینت، ښکلا په فکر کې وي او بس. د تلپاتې ژوند تلپاتې خوښۍ ورته افسانه غوندي ښکاري.

بیت المقدسه، عجم زلمي هم اوس د تېر په څېر د جذبې له جوهر نه بډای نه دي: د ځینو یې د غیرت ګراف صفر ته را ټیټ شوی، د سیرت له پلوه له غربي افکارو مسموم شوي، د صورت په لحاظ هم له پردي کلتور او ثقافت نه اغېزمن دي، روزمره دنده یې “بېډ او بال” دي، سرود او سریالونو ترې د غیرت ماده په بډ وهلې. د ځینو بیا یواځې را پارېدلې جسماني جذبه د “زنده باد، مرده باد” په سوو کړیکو سړېږې، خو تجربو ښودلې چې دغو اجتماعي مسجعو او موزونو مقولو کومه اغېزمنه بریا له ځان سره نه ده لېږدولې.

بیت المقدسه له دې بر په لیکه وګړو نه ته د مرستې هیله لرې؟

بیت المقدسه یواځې څو د ګوتو په شمېر سر ببر؛ ستړي ستومانه؛ شبګیر وهلي زلموټي د دې زمکې د کرې پر مخ شتون لري چې د ککریو په نذرانه د ستر څښتن له سپېڅلی شریعت، د مسلمانانو له عرض، مال او جان نه دفاع او ستا په څېر له دیني نوامیسو نه حمایت کوي؛ له “ټرمپ” او ملګرو یې یواځې یادو وګړو خوب او راحت ګاڼه کړی؛ خو متاسفانه هغوی فعلا د خپلې لیلا د موندنې په لټه دي، که د الهي نصرت په مټ بخت او وخت یاري وکړه؛ د خپل هدف په موندلو برلاسي شوو نو خپله ګلورینه وینه به له تانه هم و نه سپموو.

سرچینه: محصلین

x

Check Also

انتخابات و نمایش کاذب رژیم

محمود احمد نوید رژیم کابل جدیدا پروسه انتخابات را با شد و ...