تاریخ تکراریږي

مولوي مراد احمد

طالبان هر کال په پسرلي کې خپلو عملیاتو ته، نوی نوم ورکوي. سږ کال یې هم د تېر په څېر خپل عملیات تفأولا، د الخندق په نوم ونومول. د خندق په غزوه کې که څه هم د مسلمانانو د شهیدانو شمیر، د کفارو تر مړو  زیات و. خو اخري فتحه د مسلمانانو په برخه شوه. فتحه خو څه د نورو هیوادو، لکه: شام، یمن او فارس، د فتحي زېری هم ورکول شو. او کفارو داسې ماتې وخوړه چې بیایې د تل لپاره دا توان ونه درلود چې پر مدینه منوره یرغل وکړي.

د دې غزوې ټوله محاصره شل ورځي وه. چې اخر د مسلمانانو په بریا سره پای ته ورسېده. د غزوه خندق لامل دا و. کله چې مسلمانانو بنو نضیر جلا وطنه کړل. له هغه وروسته د یهودو مشر حیی بن اخطب مکې ته لاړ. قریش یې د مسلمانانو دمقابلې لپاره وهڅول. او کنانه بن ربیع لاړی، بني غطفان یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مقابلې ته تیار کړل. او بني غطفان ته یې دا طمعه ورکړه چې د خیبر د خورماوو د درختو چې څومره حاصلات راځي هغه به هر کال نیمی موږ تاسو ته در کوو.

داخبره چې یې واورېدله، عیینه بن حصن تیار شو، قریش مخته لا تیار ول. ابو سفیان له لس زره کسیز لښکر سره، د مسلمانانو د ختمېدلو، فنا کېدلو لپاره د مدینې منورې په لور روان شو. رسول الله ته چې د دوی د روانېدو خبر ورسېد له صحابه کرامو رضی الله عنهم سره یې مشوره وکړه. سلمان فارسي رضي الله عنه دخندق کيندلو مشوره ورکړه، دا یې و ویل: چې په خلاص میدان کې مقابله کول مناسبه نه ده. ټولو  د سلمان فارسي رضي الله عنه، مشوره ومنله. د خندق کیندلو کار یې پیل کړی. د خندق کيندلو کار داسې پیل سو: چې په لسو کسانو به لس ګزه ځمکه کیندله، رسول الله صلی الله علیه وسلم، په خپله دا تقسیم وکړ. ابن سعد وایې په شپږو ورځو کې له خندق څخه فارغه سو. موسی بن عقبه وایې چې په شلو ورځو کې ځني فارغه سو. علامه سمهودي وایې چې صحیح داده: چې په شپږو ورځو کې له خندق څخه فارغه شو. ټول مدت د محاصرې شل ورځي وو. حیی بن اخطب دا هم وویل: چې موږ ټولو دا وعده کړې ده، چې تر څو مو   محمد صلی الله علیه وسلم، دهغه ملګري مو ټول ختم کړي نه وي، تر هغو به ولاړ نسو. په دې غزوه کې ۳ مشرکان مړه سول. نوفل بن عبد الله، عمرو بن عبدود او منیه بن عبید. شپږ مسلمانان شهیدان شول، سعد بن معاذ رضی الله عنه، انس بن اویس رض، عبد الله بن سهل رض، طفیل بن نعمان رض، ثعلبه بن غنم رض، کعب بن زید رض. حافظ د میاطي دوه نور نومونه وراضافه کړي دي. قیس بن زید رض، عبد الله بن ابي خالد رض. د خندق په غزا کې د مشرکینو هغه خیالونه او امیدونه خاورې شول چې مسلمانان به فنا کوي او مدینه منوره به نیسي.

د امریکا د یرغل پیل هم دخندق د غزا له پیل سره مشابه دی. او پای به یې هم ان شاء الله ورسره مشابه شي. ځکه د امریکا د یرغل لامل هم داسې و. چې کله طالبانو دټوپکمارانو، غلو، فساد ګرو د نظام  پر خلاف یې د لوی ملا صاحب مرحوم. په مشرۍ پاڅون وکړ، او د هغوی نظام یې ور ونړا وه. نو ځیني مشرانو یې لکه رباني، حامد کرزی او عبدالحق د حیي بن اخطب کر دار  ته ورته اداکړ، امریکا ته لاړ، هغه یې لکه د مکې مشرکین، جنګ ته تیار کړل. او دا یې هم ورته وویل چې که د طالبانو مخه په افغانستان کې و نه نیول شي،  اسلام به یې امریکا ته را ورسیږې، امریکا خپله ټوله اتحادیه یې لکه د هغه وخت بني غطفان د افغانستان د معادنو، کانونو، په طمع د ځان ملګري کړل. شمالي ټلوالي  هم د امریکا یر غل ته د همکارۍ ټټر و واهه. خوطالبانو یې په خلاص میدان کې مقابله مناسبه و نه بلله، له مشورو وروسته یې تکتیکي شاتګ وکړ. له څه مودې وروسته یې د یرغلګرو مقابلې ته په  انفرادي ډول ور و دانګل، چې هغه حیرانونکي ګوزارونه یې پر امریکا او دهغې پر همکارانو وکړل چې ډېرو یې وار پخوا لا له افغانستانه پښې سپکي کړې. او تر هغو معادنو، کانونو چې طمعه یې ورکړې وه تېر شول، امریکا هم اوس د ځان ایستلو په لټه کې ده. نو انشاء الله، لکه څرنګه چې د خندق غزوه د قریشو، او یهودو، د فنا لامل شوه. هم دارنګه به د الخندق عملیات د امریکا، اتحادیې او همکارنو د فنا کېدلو لامل جوړیږي.

و ما ذلک علي الله بعزیز.

The post تاریخ تکراریږي appeared first on نن ټکی اسیا.

سرچینه: نن ټکی اسیا

x

Check Also

انتخابات و نمایش کاذب رژیم

محمود احمد نوید رژیم کابل جدیدا پروسه انتخابات را با شد و ...