د ړوند دجال فتنې / دویمه برخه

ابو یاسر افغان

امریکایي مسلمان عالم ښاغليحمزه یوسف په خپل بیان کې د قیامت ته نږدې وخت په اړه یو ډېر عجیب حدیث بیان کړ: الشیطان یتصَوّرُ بِصُوْرةٍ رجُلٍ فَیُحَدِّثُ النّاس.

شیطان به د سړي په شکل راځي او خلکو ته به خبرې کوي(( خبرونه به وایي)) فَیَسْتَمِعُوْنَ لَهُ خلک به د هغه خبرو ته غوږ نیسي او وایي به عرفَ وَجْهُ الرَّجُلِ ولا عَرفَ اِثْمُهُ یعني موږ داسړی په شکل او صورت پیژنو خو نوم یې نه راځي(( یا دا چې نوم یې رانه هیر شو)) جالبه ده، اوس که چاته ووایې چې وروره دا تلویزیون یوه سترګه ده په شان د سترګو د دجال او ډېره مضره آله ده، نو وایي به موږ پرې خبرونه اورو!! رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د دي وخت د خلکو د دغو خیټالوژیستیکو دلایلو په اړه له وړاندې خپل امت ته خبر ورکړی دی، الله پاک هغه ته د دې وخت د فتنو او په فتنو کې د اخته خلکو د دلایلو په هکله دغه علم ورکړی ؤ، لکه په زیاتو احادیثو کې چې ورته اشاره شوې ده، مطلب فتنه کې اخته خلک به د فتنې دفاع کوي چې دا دفاع په خپله فتنه ده.

د دجال له فتنې نه د ژغورل کیدو په هکله:

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې کوم مسلمان د سورة کهف تلاوت کوي هغه به د دجال له فتنې څخه په امن کې وي. دا حدیث ترمذي شریف، مسند احمد او نسایي راوړی دی.

اوس ګورو چې په سورة کهف تلاوت کولو سره د دجال له فتنې د ژغورل کېدو راز څه دی؟

په سورة کهف کې د اصحاب کهفو کیسه راغلی چې هغوی د خپل وخت د دجالي فتنې او ماده پرستو ظالمو حاکمانو څخه له ښار او کلیو لرې په یوۀ غار کې پناه واخیسته او الله پاک هغوی وژغورل، زموږ لپاره غارونه یا د ژغورنې ځایونه زموږ کورونه دي، نو لازمه ده چې هر چیرته دجالي فتنې وي هلته له ورتګ څخه ځانونه وژغورو او خپلو کورونو ته د دجالي فتنو آلات او اسباب داخل نه کړو، که کوم وسایل لکه کمپیوټر او مبایل د سخت ضرورت په اساس زموږ او زموږ د اولادونو په واک کې وي هغه باید کنټرول او د اړتیا سره سم استعمال شي او د دې نه علاوه په کورونو کې باید د قرآن کریم او احادیثو د درس او تدریس انتظام وشي د نوي مسلمان شوي برطانوي عالم شیخ عبدالحکیم وینا ده چې نبوي احادیث د دجال لپاره تر ټولو سخت دښمنان دي ځکه چې موږ ته په نبوي احادیثو کې د ژوند د تیرولو ټولې لارې چارې ښودل شوي که موږ دواړه سترګې خلاصې کړو او په احادیثو عمل وکړو نو دجالي فتنې موږ کله هم موږ په خپل دام کې نشي را ایسارولی او همدا کار د دجال لپاره لکه مرګ داسې سخت دی.

موسیقي سخته فتنه ده

دا نن سبا چې له کورونو څخه موزیک سنټرونه جوړ دي دا بیا په فتنو کې یوه بله لویه فتنه ده، مخکې مو هم یاده وکړه او موسیقي په لهو الحدیث کې حسابیږي، عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه د لهو الحدیث په تشریح کې فرمایي چې له دې لفظ څخه مراد غناء یا ساز او سرود دی، و یې فرمایل زما دی قسم په هغه ذات وي چې د هغه نه پرته بل معبود نشته، چې همدا غناء ترې مراد ده، ابن مسعود رضي الله عنه دا خبره درې وارې تکرار کړه.

همدا رنګه د حضرت عبدالله ابن عباس او حضرت جابر رضوان الله علیهم او په تابعینو کې د عکرمه، سعید بن جبیر، مجاهد، مکحول، عمر بن شعیب او حسن بصري رحمه الله د دوی ټولو دا رایه ده چې مراد له لهوالحدیث نه سندرې او موسیقي ده.

د موسیقۍ د حرمت په هکله په قرآن کریم او نبوي احادیثو کې مفصل معلومات راغلي چې هغه یو جدا باب دی، دلته د دې لیکنې د اختصار په سبب هغه ټول تفصیل نه شو لیکلی، البته د ضرورت په بنا به یو څه معلومات دلته هم ذکر کړو.

یوه بله جالبه نقطه هم شته چې ورته پام مو وي، د خنزیر لوی عیب د هغه بې غیرتي او بې حیایي ده او شادي یا بیزو کې دوه عادتونه دي چې یو نقالي یا د نورو پېښې کول او بل هسې په هسې هوا ته ټوپونه وهل، مخکنیو قومونو کې یو قوم الله پاک داسې په خپل عذاب اخته کړ چې له هغوی نه یې خنزیران او بیزوګان جوړ کړل، راځئ اوس دا د موسیقۍ د نړۍ هیروګان او فنکاران وګورئ چې دا پورته ذکر شوي څلور عادتونه په دوی کې په ښکاره ډول موجود دي، بې غیرتي، بې حیایي، د نورو خلکو پېښې کول او ټوپونه وهل یا نڅېدل… اوس نو دا شاوخوا نوي ځوانان او انجوني هم وګورئ چې دوی څومره په فخر سره د دغو خبیثو ډمانو تقلید او پېښې کوي، هله به پوه شئ چې دجالي قوتونو زموږ په منځ کې په مختلفو طریقو سره څومره زیات کار کړی دی.

د اصحابانو څخه وروسته په اتفاق سره د څلورو واړو مذاهبو امامان هم همدغه رایه لري چې موسیقي حرامه ده، د بیلګې په ډول: د امام مالک رحمه الله نه چا پوښتنه وکړه چې د مدینة النبویة خلکو کوم ډول موسیقي حرامه بللـه؟ امام صېب ورته وفرمایل چې دا کار (موسیقي) خو د فاسقانو خلکو کار دی، یعني دا چې دا کار د مسلمان نشي کیدای نو مسلمان به اوس په دې کې څه تخصیصات کوي او په ډولونو به یې ویشي، بس فسق دی او فسق د فاسق انسان کار وي.

د موسیقۍ د نشې ترمنځ څومره تفاوت شته؟

په حدیث شریف کې د موسیقۍ ذکر د شرابو سره یو ځای راغلی دی، موسیقي هم نشه ده ځکه په دې سره د انسان ذهن مفلوج شي، دجالي قوتونو د همدغې انساني کمزورۍ په نظر کې نیولو سره د موسیقۍ د مرض د لا پراختیا لپاره پوره هڅې کړي او دا سلسله لا روانه ده، متأسفانه پر افغانستان د امریکایي یرغل نه وروسته دلته هم دغه مرض په تیزۍ سره خپور شو، اوس خو د موسیقۍ لپاره انسټیټیوټونه، ادارې، ډلې او دفترونه جوړ شوي، د دې شیطاني کار لپاره منظم کورسونه دایریږي او د شیطاني ذهن لرونکو غربي دجالي مؤسساتو په مالي ملاتړ دغو کورسونو او سمینارونو کې ښځینه وو او بیا پیغلو انجونو ته ډېره ونډه ورکول کیږي، عاقلان میدانند…..

امریکایي ډم جیمي هینډرک په کال ۱۹۶۹م کې یوې امریکایي مجلې Life ته په مرکه کې وویل: تاسې د موسیقۍ په مرسته د خلکو ذهني قوه فلج کړئ یعني هغوی Hypnotize کړئ او کله چې د هغوی ذهني طاقت بیخي کمزوری شي نو د هغوی د دغې لاشعوره حالت څخه په ګټه اخېستنه د هغوی ذهن ته د خپلې خوښې خبرې په ډېره اسانۍ ور داخلولای شئ [له یوې خوا چې د انسان ذهن د ښه او بدو‍ ترمنځ د توپیر کولو څخه قاصر شي او له بلې خوا ورته پاپ او کلاسیکه موسیقي، ویډیو او آډیو مستې او غمجمنې سندرې غږیږي نو طبعاً دغه په ذهني ډول نشه یا مفلوج انسان به خپل ذهن ته د موسیقۍ د زهرو تېرېدو ته په خوښۍ سره اجازه ورکوي دا نو که د ده خوښه وي یا نه وي، شیطان پرستو قوتونو همیشه د شیطان په مرسته او معاونت د حق د پیروانو خلاف خطرناکې دسیسې په کار اچولي، خو هغوی چې حق یې په سم ډول پیژندلی له دې مضرو حربو څخه لرې پاتې شوي او چا چې د حق په پیژندلو او په دې کې د فکر او تدبر په چارو کې سستي کړې، نو شیطاني فتنو او شیطان پرستو قوتونو دغه ډله خلک په اسانه د خپلو دسیسو او فتنو ښکار ګرځولي دي].

همدا رنګه د Postgraduate Medlume په حواله په امریکا کې د یوې طبي څېړنې په پایله کې امریکایي طبي ماهر کنګ پي King p وویل چې دوی ته داسې پایله تر لاسه شوه، کله چې دوی په نشو اخته کسانو څخه سروی اخیسته او له هغوی څخه یې د هغوی د ذوق پوښتنه کوله نو ۷۰% نشه یانو ویل چې زیاته علاقه د موسیقۍ سره لري، یعني نشه او موسیقي یو د بل سره تړلي دي، موسیقي خوښوونکي خلک به نشې ته مخه کوي او ژوند به یې تباه کیږي د ټایم مجلې د ۱۹۶۹م کال سروې هم وښوده چې موسیقۍ زیات روغ خلک هم دومره معتاد نشه یان کړل چې تر هیروینو څکلو پورې یې ورسول؛ اوس تاسو وګورئ په افغانستان کې د ډمانو له کانسرتونو نیولی بیا تر راډیو ګانو پورې، دا ټول ډمتوب او موسیقۍ ته کار کوي، په داسې حال کې چې دلته ۵۴% نه بیا تر ۶۰% سلنه وګړي د فقر تر کرښې هم ښکته ژوند کوي، نو د غربي ډیموکراسۍ ارمغان پرته له فقر، بې روزګارۍ، فحشا او بې دینۍ څخه نور څه دی؟ که دغه راغلي یرغلګر دلته د دجال لپاره کار نه کوي نو ولې د افغانانو بنیادي ستونزي په نظر کې نه نیسي؟ خلک له لوږې مري دوی ورته مبایلونه، انټرنیټ او د موسیقۍ وسایل ارزانه کوي، همدا حالت په نوره نړۍ خصوصاً په اسلامي هېوادونو کې راغلی چې دجالي قوتونه تر بېلابیلو نومونو لاندې یواځې د دجال اهدافو ته کار کوي او بس.

غناء او زنا

په دې کې شک نشته چې دا دواړه شیطاني حربې د یو انسان د تباه کولو لپاره ډېرې مؤثرې او خطرناکې دي، غناء یعني ساز سرود او موسیقي، زنا بیا هغه فعل دی چې د موسیقۍ په مرسته ورته دعوت چلیږي، د دي بدکارۍ کچه هم ورځ تر بلې پراخیږي، علامه ابن الجوزي په تلبیس ابلیس کتاب کې لیکي چې په موسیقۍ کې دوه مضره شیان موجود دي له یوې خوا دا کار انسان د الله تعالی په قدرت او خالقیت کې د فکر کولو څخه را ګرځوي او په دویم قدم کې انسان مادي او جسمي لذتونو او خوندونو اخیستلو ته تشویقوي، لحاظا سندرې او موسیقي مستقیماً زنا ته ترغیب ورکوي.

د موسیقۍ ماهرین تر ټولو زیات تمرکز په یوه خبره کوي او هغه د واده نه مخکې نامشروع اړیکي دي چې د هلکانو او جینکیو ترمنځ ساتل کیږي؛ امریکایي نصراني عالم Allan bloom وایي: د موسیقۍ یواځې یو هدف دی او هغه اخلاقي فساد دی. همدغه عالم بیا وایي چې موسیقي د روح غذا ده خو چټله او زهرجنه غذا.

اوس وخت کې پاپ موسیقي زیاته رواج ده، بده به نه وي که د کلاسیکي یعني پخوانۍ او پاپ یعني نوې یا مډرن موسیقۍ ترمنځ ځیني مشترک خصوصیات دلته ذکر کړو، زموږ هدف له دې کاره دادی چې موږ د خپلې هغې ادعا اثبات ته ورسیږو چې: دجالي قوتونه تر ټولو زیاته پانګونه په اخلاقي فساد کوي او اخلاقي فساده تر ټولو اسانه دعوت او ترغیب د موسیقۍ له لارې ورکول کیدای شي، نو دوی هم د هالي ووډ، بالي ووډ، لالي ووډ کمپنیو په مرسته د موسیقۍ یو طوفان را ګډ کړی دی.

۱: کلاسیکه موسیقي انسان د الله جل جلاله د ذکر او عبادت نه غافله کوي، خو پاپ موسیقي بیا همدغه انسان د حیواناتو په څېر عادتونو خپلولو ته هڅوي.

۲: کلاسیکه موسیقي د والدینو د خوښې نه پرته ودونو ته خلک تشویقوي، خو پاپ موسیقي خپل مینه وال په دې قانع کوي چې والدینو څخه په هر ډګر کې بغاوت وکړي.

۳: کلاسیکه موسیقي د مجازي عشق په لاره کې ناکام شوي خلک دومره په ډیپریشن یا روحي ناروغۍ اخته کوي، چې هغوی حتی ځان وژلو ته تیار شي، خو پاپ موسیقي بیا خپل مینه وال نشو او اعتیاد ته هڅوي، له یو عادي او نشې نه پاک انسان څخه غټ شرابي جوړوي.

۴: کلاسیکه موسیقي خلک زنا ته زیات تشویقوي خو پاپ موسیقي بیا د لواطت دعوت دی.

۵: کلاسیکه موسیقي د خلکو زړه کې سستي پیدا کوي او زنا ته دعوت ورکوي، خو پاپ موسیقي بیا د زنا او لواطت د دعوت تر څنګ خپل اوریدونکي تشدد او افراطیت ته هڅوي.

لنډه دا چې دا دواړه ډوله موسیقي په نوم او طرز کې فرق خامخا لري، خو اصلي اهداف د دواړو سره فرق نه لري او تر ډېره حده شریک دي.

ژورنال اف امریکن میډیکل سوسیشن د کال ۱۹۸۹م په چاپ ګڼه کې لیکي چې: نوي موسیقي په ځوان نسل کې د بغاوت او اخلاقي فساد ماده پیاوړې کوي.

د موسیقۍ خطرناکې پایلې ډېرې زړه بوږنوونکي دي، په عیني حال کې له مطلب او پند نه هم ډکې دي، خو دلته د لیکنې د اوږدوالي د مخنیوي په خاطر مو ترې صرف نظر وکړ، کنه نو موږ سره د داسې واقعاتو پوره لیستونه او معلومات موجود دي چې د موسیقۍ اوریدونکو یواځې د سندرو په اوریدلو خپل او د نورو ژوند ته د پای ټکی ایښې او ځانوژنه یې کړې ده.

الله جل جلاله په قرآن کریم کې فرمایي:

سُورَةُ المُلك : ۲۳ ایت

قُلْ هُوَ الَّذِىٓ أَنشَأَكُمْ وَجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْأَبْصٰرَ وَالْأَفْـِٔدَةَ قَلِيلًا مَّا تَشْكُرُونَ

دوی ته ووايه: “هماغه الله دى چي تاسي يى پیدا کړئ، تاسي ته یې د اورېدلو او ليدلو قواوي درکړې او غوركوونكي پوهېدونكي زړونه یې درکړل، خو تاسي بيخي لږ شكر باسئ.”

غوږونه او سترګې د الله جل جلاله له لوري خپلو بنده ګانو ته یوه ډېره لویه تخفه ده، ناشکره انسان به دا نعمتونه د شیطان په پیروئ او د خپل خالق په نافرمانۍ او سرکشۍ کې استعمالوي.

نور بیا…

The post د ړوند دجال فتنې / دویمه برخه appeared first on نن ټکی اسیا.

سرچینه: نن ټکی اسیا

x

Check Also

پر وعده ولاړ خلک هم تاسې یاست

 تاند حسین خېل  د افغانستان د اسلامي امارت د بندیانو د چارو ...