د دولت د بې کفایتي له امله واردات د صادراتو ۷ برابره دي

(طالب نیوز):

طالب نیوز ــ چهارشنبه (۱۳۹۷/۲/۲۶): د حکمت د نه پاملرنې آو بې کفایتي له امله واردات د صادراتو څو برابره دي. دا څرګندونې ولسمشر غني وړمه ورځ د صنایعو او پانګونې اونۍ د نمانځنې په مراسمو کې وکړې.
دغه مراسم چې سلام خان ماڼۍ کې ترسره شوه، ولسمشر یې په ترڅ کې وویل: د صنایعو او پانګونې اونۍ د هيلو پیغام لري چې افغانستان د ځان بسیاینې او په پردیو د اتکا پر ځای په خپل ځان د اتکا پر لور بیايي.
هغه صنعتکارانو او پانګوالو ته وویل: له تاسې هر یوه چې پانګونه کړی، زیات خطرونه مو منلي او بېلابېل موانع مو لیدلي دي؛ خو حکومت به هر وخت تاسې ته د اسانتیاو برابرولو هڅې وکړي.
ده وویل: خصوصي سکتور په خاصه توګه د صنایعو او کرنیزو تولیداتو برخه او داخلي تولیدات د انکشاف انجن دی.
نوموړي څرګنده کړه، چې: دولت مانع نه دی، بلکې د خصوصي سکتور اسانتیا برابرونکی، ساتونکی او خدمتګار دی او خصوصي سکتور هم د چا مزدور او دښمن نه دی، بلکې زموږ شریک دی.
ولسمشر زیاته کړه: په اقتصادي برخه کې د دولت بې کفایتي د دې لامل ګرځېدلې چې واردات زموږ د صادراتو اووه برابره شي.
د ده پر وینا: که په هره برخه کې صنعتکار تولید کوي او دولت یې له تولیداتو استفاده نه کوي، په حقیقت کې دولت له ملت سره خیانت کړی دی.
محمد اشرف غني په ټینګار سره وویل: له دې وروسته چې هر وزارت د خصوصي سکتور مانع ګرځي، زه به یې ټول ولس ته معرفي کوم.
سمسور بریال

x

Check Also

پر کابل ښار د راکټي برید په اړه د وسله والو طالبانو دریځ

(خامه پریس): په افغانستان کې وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې ...