سیلابونو ۹۰۰ کورنه زیانمن او ۳۴ تنه یې وژلي

(طالب نیوز):

selab

طالب نیوز ــ چهارشنبه (۱۳۹۷/۲/۲۶): د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي: د هېواد په بیلا بیلو سیمو او ولایتونو کې د راوتلیو سیلابونو او شړکنده بارانونو له امله شاوخوا سلګونه کورونو ته زیان اوښتي، ویجاړ شوي او له منځه تللي، همداراز ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
د یادې ادارې ویاند رسنیو ته وویل: په ځینو شمالي او مرکزي ولایتونو کې تازه بارانونو او سیلابونو کې شاوخوا ۳۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
حشمت بهادري رویټرز اژانس ته په خبرو کې وویل: دغو سیلابونو تقریباً ۹۰۰ کورونه هم زیانمن کړي، چې ځينې یې ویجاړ هم دي.
هغه وویل: په زیانمنو ځایونو کې کورونه، زراعتي سیمې او عامه تاسیسات شامل دي.
ده وویل: سیلابونو تر ټولو زیات زیان په شمالي او مرکزي ولایتونو کې اړولی؛ خو ځينې نورو ولایتونو کې یې هم خلکو ته نقصان اړولی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې اوس مهال مرستندویه ټیمونه په زیانمنو سیمو کې د خلکو، مالونو، حیواناتو او سیمو د ژغورولو په بهیر کې مصروف دي.
حشمت بهادري زیاتوي، چې: ۹۰۰ کورونو کې ۲۴۰ کورونه په بشپړ ډول او پاتې کورونه څه نا څه ویجاړ دي.
دی تائیدوي، چې سیلابونو ۶۰۰ څاروي هم له منځه وړي دی.
سیمه ییزې سرچینې او خبري منابع بیا وایي، چې: سیلابونو او پرله پسې بارانونو ۷ تنه نادرکه کړي هم دي.
زلمی احساس

x

Check Also

سولې شورا: ارګ له طالبانو سره مذاکره کونکی پلاوی ټاکي

(کابل ټکی کام):   (کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۵) د سولې ...