ډاکټر غني د دشت ارچي د بمبار له امله بښنه وغوښته

(نن ټکی اسیا):

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶مه، ۱۳۹۷ل): محمد اشرف غني له نږدې یوې نیمې میاشتې ځنډ وروسته د کندوز په دشت ارچي کې د شوي بمبار له امله بښنه وغوښته.

د وري میاشتې په ۱۴مه افغان هوايي ځواکونو د کندوز په دشت ارچي کې پر یوه دیني مدرسه په بمبار کې سلګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.

محمد اشرف غني د کندوز له قومي مخورو، دیني عالمانو او د قربانیانو له کورنیو سره په لیدنه کې وویل، ارګ او د ملي دفاع وزارت د دې بمبار بښنه غواړي.

هغه وویل چې دی به د بمبار پر ځای یو مسجد او د شهیدانو په نوم یو څلی هم جوړ کړي.

د غويي د میاشتې په ۱۸مه یوناما هم پخپل تحقیقي راپور کې وویل، چې په دې پېښه کې د ماشومانو په ګډون لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو دفاع وزارت دا راپور بې اساسه وباله.

یوناما پخپل راپور کې له شاوخوا ۹۰ تنو سره مرکې کړې، چې یا د پېښې عیني شاهدان پاتې شوي یا يې هم د کورنۍ غړي او خپلوان په دې بمبار کې له لاسه ورکړي.

د سرچینې په وینا د افغان ځواکونو له لوري په بمبار کې ۱۰۷ تنو ولسي وګړو ته مرګ – ژوبله اوښتې چې ۸۱ تنه يې یوازې ماشومان دي.

د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش د پېښې له ورځې د یوناما د راپور تر خپرېدو وروسته لا هم پرلپسې ټينګار کاوه چې دوی خپل هدف دقیق ویشتی دی.

رادمنش دعوه کوله چې دوی د دستاربندۍ پر غونډه نه؛ بلکې د طالبانو په یوه نظامي ناسته يې بمبار کړی او د طالبانو ګڼ مشران يې پکې وژلي دي.

دې پېښې چې پکې ۱۵۰تنه ملکي وګړي ووژل شول او تر ۲۰۰ ډېر ټپیان شول، په کور دننه او بهر توند غبرګونونه را وپارول.

The post ډاکټر غني د دشت ارچي د بمبار له امله بښنه وغوښته appeared first on نن ټکی اسیا.

x

Check Also

ننګرهار كې د هيرويينو دوه فابريكې له منځه وړل شوي

(کلید راډیو): د ننګرهار پوليس وايي، د کورنيو چارو وزارت اړوند د ...