یوې نجلۍ د بلخ د والي خوریی وژلی دی

(سپوږمۍ راډیو):

یوې نجلۍ د بلخ د والي خوریی وژلی دی

د بلخ د والي خوریی د یوې نجلي له خوا د تومانچې په واسطه وژل شوی دی. یاده پېښه تېره شپه د مزار شریف ښار په څلورمه ناحیه کې رامنځته شوې ده. د بلخ پولیس وایي، قاتله نجلۍ نیول شوې او اوس تر پوښتنو ګرویږنو لاندې ده. د یاد ولایت د والي ویاند منیر فرهاد وایي وژل شوی هلک د بلخ د والي محمد اسحاق رهګذر خوریی دی. فرهاد وایي پېښه د یوې لويي لارې پر سر د ښار په څلورمه ناحیه کې داسي مهال رامنځته شوې چې دغه هلک د خپل کور په لوري روان و. د بلخ د پولیسو ویاند شیرجان درانی بیا وایي تر اوسه دا نه ده معلومه، چې نجلۍ دا هلک ولې وژلی دی، خو په وینا ېې تورنه به عدلی او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

 

x

Check Also

سولې شورا: ارګ له طالبانو سره مذاکره کونکی پلاوی ټاکي

(کابل ټکی کام):   (کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۵) د سولې ...