عمران خان: پر ډیورنډ کرښه محدودیتونو پښتونخوا اغیزمنه کړې ده

(سپوږمۍ راډیو):

عمران خان: پر ډیورنډ کرښه محدودیتونو پښتونخوا اغیزمنه کړې ده

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان وایي په راتلونکو ټاکنو کې د یاد ګوند د بریا په صورت کې به له افغانستان سره د اړېکو پراختیا د دې حکومت په لومړیتوبو کې ځای ولري. نوموړي پرون د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي سره د لیدنې پر مهال د دواړو هېوادونو تر منځ د خلکو تګ راتګ او سوداګریزو چارو کې د اسانتیاوو پر برابرولو هم ټینګار کړی دی. هغه ویلي، چې په وروستیو کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې محدودیتونه او د لارو تړل د خیبر پښتونخواه پر حالاتو ناوړه او منفي اغیز لرلی دی. په ورته وخت کې خلیل کرزي د سولې د عمل ګډ پلان په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړېکو پر پراختیا او د اعتماد فضا پر رامنځته کولو هم ټینګار کړی دی. نوموړي د پاکستان له حکومت او ولس څخه د افغان کډوالو د کوربه توب په خاطر مننه کړې او زیاته کړې یې ده، چې د افغان کډوالو راستنول د افغان حکومت په لومړیتوبونو کې ځای لري او ډېر ژر به په دې برخه کې عملي اقدام وکړي.

 

x

Check Also

ننګرهار كې د هيرويينو دوه فابريكې له منځه وړل شوي

(کلید راډیو): د ننګرهار پوليس وايي، د کورنيو چارو وزارت اړوند د ...