نشنل انټرسټ: څو چې امریکا افغانستان کې وي سوله ناشونې ده

(سپوږمۍ راډیو):

نشنل انټرسټ: څو چې امریکا افغانستان کې وي سوله ناشونې ده

څو پورې چې امریکایي ځواکونه په افغانستان کې وي تاوتریخوالي به هم دوام لري. یوې امریکایي نشریې نشنل انټرسټ لیکلي، چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پاتې کېدل پرته له دې چې وضعیت لا پیچلی کړي هیڅ ګټه نه لري. نشریه وړاندې لیکي، امریکا باید درک کړي چې افغانستان ته د نورو ځواکونو استول د مخالفینو د صفونو د پیاوړي کېدو سبب ګرځي او همدا لامل دی چې ورځ تر بلې په افغانستان کې جګړه شدت مومي. نشریه د افغان جګړې د شدت د عواملو په اړه لیکي، ډیری افغانان فکر کوي چې امریکا غواړي پر دوی خپل ارزښتونه ومني او دې سؤه تفاهم د افغانستان وضعیت لا پیچلی کړی دی. نشریې په افغان سوله کې د پاکستان رول ته هم اشاره کړې او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان ثبات د پاکستان لخوا زیانمن شوی دی او اوس یې په سوله کې هم د پام وړ اهمیت لري. نشریه لیکي امریکا د پاکستان له لارې د خپلو اکمالاتو ډېرې پیسې پاکستان ته ورکوي، نو له همدې امله هم یاد هېواد د افغانستان له امنېدو سره چندان دلچسپي نه لري.

 

x

Check Also

سولې شورا: ارګ له طالبانو سره مذاکره کونکی پلاوی ټاکي

(کابل ټکی کام):   (کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۵) د سولې ...