سیګار: کابل ښار کې پر سفر د امریکایي چارواکو ډېر لګښت حیران کړي یو

(سپوږمۍ راډیو):

سیګار: کابل ښار کې پر سفر د امریکایي چارواکو ډېر لګښت حیران کړي یو

د کابل ښار په منځ کې د امریکایي چارواکو د ۵ کیلومټره سفر لګښت ۱۳۵۰ امریکایي ډالره دی. د راپورونو له مخې، اوس مهال امریکایي چارواکي د امریکا سفارت او کابل هوایي ډګر تر منځ په هلیکوپټرو کې د ۳ مایلونو یا ۴،۸ کیلومټرو سفر لپاره ۱۳۵۰ امریکایي ډالر ورکوي او ټاکل شوې، چې دغه لګښت په ۲۰۱۹ میلادي کال کې ۲۲۵۰ ډالرو ته لوړ شي. د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار ادارې یا سیګار مشر جان سوپکو پر دغه پرېکړه حیرانتیا ښودلې ده. سوپکو وایي، د ۸۵۰ ډالرو په لګښت سره یو کس کولی شي د اماراتو په شرکت کې د کابل او واشنګټن تر منځ سفر وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې د کابل ښار په ګډون د هېواد د یو شمېر مهمو ولایتونو او ښارونو امنیتي وضعیت مخ په خرابېدو دی، خو امریکا د دې پر ځای چې پر دې وضعیت غور وکړي ټوله پاملرنه یې د خپلو کارکوونکو پر ژوند را څرخي. شنونکي وایي چې امریکا په ورته کارونو سره په لوی لاس پر خپل ځان د افغانانو باور را کم کړی دی.

 

x

Check Also

سولې شورا: ارګ له طالبانو سره مذاکره کونکی پلاوی ټاکي

(کابل ټکی کام):   (کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۵) د سولې ...