ولسمشر دشت ارچي کې پر ملکیانو د شوي هوایي برید له امله بښنه غوښتې ده

(سپوږمۍ راډیو):

ولسمشر دشت ارچي کې پر ملکیانو د شوي هوایي برید له امله بښنه غوښتې ده

ولسمشر غني وایي، که طالبان فکر کوي چې په ولس کې رېښه لري، نو انتخاباتو ته دې راشي، له جنګ او د هېوادوالو له وژلو لاس واخلي. نوموړي یادې څرګندونې په په کندز کې د شوې وروستۍ پېښې د قربانبانو له وارثینو سره په کتنه کې کړې دي. هغه د شوې پیښې له امله د قربانبانو له کورنیو نه بښنه غوښتې ده. له ارګه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د قربانیانو وارثینو له ولسمشر غني نه د غمشریکۍ له امله مننه کړې او زیاته کړې یې ده، چې دوی د سولې پلویان دي او تل یې پر ملکي وګړو، سپېڅلو ځایونو او عامه تاسیساتو بریدونه غندلي دي. هغوی زیاته کړې، په راتلونکي کې دې د ورته پېښو د مخنیوي، د قربانیانو د کورنیو د تسلیت او د عدالت د تامین لپاره د پیښې له عاملینو سره قانوني چلند وشي. د خبرپاڼې له مخې ولسمشر ویلي، چې د افغانستان حکومت او په ځانګړي ډول ملي دفاع وزارت د دغې پېښې له امله د ملکي قربانیانو له کورنیو بښنه غواړي، ځکه د فتنه ګرو او قانوني حکومت توپیر دا دی چې قانوني حکومت د ملت په حق کې د شویو تېروتنو له امله بښنه غواړي.

 

x

Check Also

د ترکیې ولسمشر: د لیرې د رالوېدو اصلي لامل پر دغه هېواد اقتصاد حمله ده

(سپوږمۍ راډیو): د ترکیې ولسمشر وایي، داچې د لیرې ارزښت په وروستیو ...