کرنې وزارت: تر دوو اوونیو پورې به د بزګرانو د اړیکو مرکز فعاله شي

(سپوږمۍ راډیو):

کرنې وزارت: تر دوو اوونیو پورې به د بزګرانو د اړیکو مرکز فعاله شي

د بزګرانو د اړیکو مرکز به ډېر ژر فعاله شي. د هېواد د کرنې او مالدارۍ وزارت پر فیسبوک پاڼه راغلي چې، د کرنې وزیر نصیر احمد دراني، نن د بزګرانو د اړیکو له مرکز څخه لیدنه کړې او اړوندو چارواکو ته یې سپارښتنه کړې، څو ژر تر ژره دغه مرکز فعاله کړي. د بزګرانو د اړیکو مرکز بزګرانو ته د اسانتیاوو برابرولو لپاره د کرنې وزارت له خوا جوړ شوی دی او په پام کې ده چې، تر راتلونوکو دوو اونیو پورې یې ازمایښتي فعالیتونه پیل شي. په دې مرکز کې د کرنې وزارت متخصصین شتون لري او بزګران له وړیا شمېرو څخه په استفادې کولای شي، له دغو متخصصینو سره اړیکه ټینګه او د خپلو ستونزو حل لارې ولټوي. سرچینه زیاتوي، په یاد مرکز کې ۱۷ تنه تجربه لرونکي او مسلکي کسان ګمارل شوي دي چې، ۱۵ تنه یې د اړیکو نیوونکو کسانو د ځواب ویلو مسوولیت لري. دغه راز بزګران کولی شي د هوا د وړاندوینې او ګڼو نورو اړوندو معلوماتو په اړه له یاد مرکز سره په اړیکه کې شي.

 

x

Check Also

ننګرهار كې د هيرويينو دوه فابريكې له منځه وړل شوي

(کلید راډیو): د ننګرهار پوليس وايي، د کورنيو چارو وزارت اړوند د ...