ټیکنالوژي

سږکال بیا د ایفون درې مختلفې بڼې وړاندې کېږي

د افشا شوو معلوماتو پر بنسټ کېدای شي اپل د سپټمبر په میاشت کې د ایفون نوي ځیرک موبایلونه وړاندې کړي او د تېر کال په څېر سږکال به هم د دغو ځیرکو موبایلونو درې مختلفې بڼدې وړاندې کوي.

د «ناین ټو فایف مک» په یو راپور کې ویل شوي چې اپل کمپنۍ سږکال هم د ایفون درې مختلفې بڼې وړاندې کوي چې امکان لري دغه ځیرک موبایلونه ایفون۱۱ وبلل شي.

که څه هم د راتلونکو ایفونونو ډیزاین کې به کوم ځانگړی توپیر تر سترگو نشي، خو د پخوانیو ایفونونو په پرتله به غوره پروسېسر او کامرې ولري.

دغو ایفونونو کې به د اپل کمپنۍ نوی پروسېسر اې۱۳ ځای پر ځای شوی وي.

د دغو ځیرکو موبایلونو گران بیه بڼې به غوره مخ‌پاڼې ولري او ارزان بیه بڼې کې به یې د نورو په پرتله کمزورې او عادي مخ‌پاڼه کارول شوې وي.

د راپورونو پر بنسټ ایفون اېکس اېس او اېکس اېس مکس نوې بڼې به شاتنۍ برخې کې درې کامرې ولري او دا به د اپل کمپنۍ په تاریخ کې لومړی ځل وي چې خپلو ځیرکو موبایلونو کې درې کامرې کاروي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */