ایران طالبانو ته وسلې او مهمات ورکوي.

(کندهار ورځپاڼه):

کندهار ورځپاڼه(۲۵ ثور ۱۳۹۷)د فراه امنیتي چارواکي وایې چي ایران په فراه ښار کې وسله والو ته وسلې او نور تجهیزات ورکوي.

د فراه ولایت امنیه قومندان فضل احمد شیرزاد نن په یوې خبرې غونډې پرمهال وویل، چې ایران له وسله والو طالبانو سره مرستې کوي.
هغه وویل، ایران په ځینو سیمو کې وسله والو طالبانو ته د وسلو او نورو تجهیزاتو په ورکولو هڅه کوي او په یاد ولایت کې یې نا امنۍ پراخې کړي.
هغه ویلي پر فراه د وسله والو له برید وروسته چې کومې وسلې د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي د ایران ساخت دي او دا د دې ښکارندویي کوي، چې یاد هېواد د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي او د وسله والو په پیاوړې کولو سره د خپلو موخو د لاسته راوړلو په لټه کې دی.

لوستونکو ته دي یاده وي چي وړمه شپه ډېرو وسله والو پر فراه ولایت پراخ بریدونه وکړل او له سختې جګړې وروسته یې ډیری سیمې په خپل کنټرول کې راوستې، چې بلاخره پرون بیرته افغان ځواکونه د یاد ښار پر بشپړ کنټرول بریالي سول.

x

Check Also

پر کابل ښار د راکټي برید په اړه د وسله والو طالبانو دریځ

(خامه پریس): په افغانستان کې وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې ...