زابل: په ارغنداب ولسوالي کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړه شوې.

(طالب نیوز):

zabul

د زابل ولایت ارغنداب ولسوالي چې تېره اوونۍ هم د خونړیو پېښو شاهده وه یو ځل بیا په کې درنه جګړه شوې ده.

طالبان وایي د یادې ولسوالۍ په حاجیانو کلي کې یې د امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته برید کړی چې مقابل لوري ته یې د سر دروند زیان اړولی دی.

د طالبانو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې بیګاه شپه پر یاده پوسته بریدونه وشول  چې په کې سپکې،درنې اولیزري وسلې وکارول شوي او په پایله کې یې پوسته په بشپړه توګه فتح او پکې میشت ۱۹ تنه عسکر ځای پرځای قتل  شول.

ځایي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلي.

x

Check Also

پر کابل ښار د راکټي برید په اړه د وسله والو طالبانو دریځ

(خامه پریس): په افغانستان کې وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې ...