غزني: د خواجه عمري ولسوال وژل شوی

(طالب نیوز):

ghazni walayat

طالب نیوز ــ چهارشنبه (۱۳۹۷/۲/۲۶): له تیرو څو ورځو راهیسې غزني ولایت مسلسلو بریدونو او د طالبانو ډله ییزو حملو لاندې کړی؛ دوو ولسوالیو سقوط وکړ او دا ځل یې په مرکز کې هم حالت کړکېچن شوی دی.
تیره ورځ د غزني جغتو ولسوالۍ سقوط وکړ او دا ځل د خواجه عمري ولسوال وژل شوی دی.
د غزني چارواکي وایي: د خواجه عمري ولسوال له ۷ پولیسو سره یوځای د طالبانو په یو برید کې وژل شوی دی.
د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي خبرپاڼې ویلي: ولسوال علي دوست شمس د طالبانو په یو برید کې تیره شپه هغه مهال ووژل شو، کله چې طالبانو د خواجه عمري ولسوالۍ په مرکزي ودانۍ برید وکړ.
د خبر په اساس: یاد برید تیره شپه ۲ بجې شوې او د ولسوال ترڅنګ پکې ۷ امنیتي سرتیري وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.
خو خبرپاڼې ادعا کړې، چې مقابل برید او هوايي بمبار کې ۲۷ طالبان هم وزل شوي دی.
باید وویل شي، چې تیره شپه د غزني جغتو ولسوالۍ هم سقوط وکړ او د جګړو له امله پکې ۳‍۱ تنه پولیس او اربکیان ووژل شول. د دې ترڅنګ د مرکز اړوند روضې سیمه کې هم طالبانو په عسکرو پراخ بریدونه کړي، چې ۲۷ تنو ته یې پکې مرګ ژوبله اړولې ده.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
عظمت بیټنی

x

Check Also

ننګرهار كې د هيرويينو دوه فابريكې له منځه وړل شوي

(کلید راډیو): د ننګرهار پوليس وايي، د کورنيو چارو وزارت اړوند د ...