کلتور او ادب

پردي په ډېرو نارو خپل وي؛ لنډ تأثر!

ډاکټر وحیدالله مصلح

پرون زمونږ يو فکري ملګري او کابل پوهنتون استاد عبدالله اواب صاحب يو پسټ وکړ، هلته يې زه هم ټگ کړی وم، نو ځکه يې پر ما حق جوړېده چې خپل منفرد نظر ورسره شريک کړم، ملګري کولای شي د اواب صاحب پسټ د همغه پر فېسبوک پاڼه ولولي.
جناب اواب صاحب، تاسو د خپل زړه درد وويل، او که ريښتيا درته ووايم نو د هجرت پر مهال حتى په همغه نظرياتي پنډغالي کې پر ما دغه ياد اکثره افغاني نومونه مانوس او ښه لګېدل، زما په ذهني چاپېريال او تخيل کې ورته يوه خوندي او مينه ګرکې کړکۍ خلاصه وه. زما بابا دې خداى وبښي هغه به د شاهي د وخت د پرېمانيو او امن خبرې کولې او دې کيسو به زما په ذهن کې تخم کرلو، مونږ په همغه محروميت کې يو ډول نسټالژي لرله.
بابا به د مرحوم باچاخان کيسې هم مونږ ته کولې، ويل به يې چې يو وار په حصارشاهي کې سلطان جومات ته راغلى و، مونږ ټول ورته راټول شوي وو، هغه پر منبر ودرېد او ويې ويل، چې بچيانو زه چې کله له تاجک، ازبک او ترکمن نه پوښتنه وکړم چې په قوم څوک يې؟ نو هغه راته تاجک، ازبک او ترکمن وايي خو چې له پښتون نه د قوم پوښتنه وکړم نو غلجى، احمدزى، درانى، شينوارى او مومند راته وايي او په دې وېش باندې باچاخان خفه و، هغه وايي چې تر خبرو وروسته ورته مونږ ولاړ وو او هر چا غوښتل، چې په لاس ورته ستړي مه شي وکړي او ورته ويل به يې چې باچاخانه ستا اوږده لاسونه دي، ته جنتي يې چې په قيامت کې مونږ درسره ننباسې.

د پېښو تحليل لپاره تاريخي ماحول!
د تاريخي پېښو د تحليل لپاره همغه ماحول ته ننوتل په کار دي، د دېرش کاله مخکې پېښو د تحليل لپاره همغه ماضي ته تلل په کار دي، هلته بايد هم زمونږ د تنظيمي نړيوالتوب څرنګوالی تنقيد شي او هم دې په کې د نشنيليزم په محدوده کې د نشنيليانو انټرناسيونالېسم تنقيد شي. زه د دې تنقيد سخت پلوي يم چې د جهادي تنظيمونو هغه برخورد په کې بېباکانه فوکس شي چې دوی په کې ملي رموزو، ملي تاريخ او ملي هويت ته پام نه و کړی او يا يې ورسره تقابل کاوه، خو په مقابل کې د نورو انټرناسيونالېسم ته هم د نن په آينه کې ونه کتل شي.
د کمونېستانو د پرله پسې کودتاګانو مخکې زمونږ ژوند طبيعي طبيعي و، تر کودتا او تحميلي جنګ وروسته چې ملت په کې کډوال شو او له مجبوريته ډېر کډوال ښکته پښتونخوا ته لاړل هلته نو له قضيو سره تعامل او برخوردونو بل رُخ واخېست، کوم افراط چې تره کي او کارمل له ديني ارزښتونو سره وکړ د هغه عکس العمل هم په افغانانو کې په طبيعي ډول نرم نه و، او بيا په داسې حال کې چې د کودتا له نامشروع غاصبانو سره د نېشنل ګوند اړيکې نورې اړيکې نه وې بلکه د يو جسد خبره وه، هلته به چې کارمل په کابل کې شراب وڅکل نو نشې به د پېښور پر ترقي پسندو راخورې شوې. هغه جمعه خان صوفي او نورو ترقي پسندو چې په کې د مسکو په فکري کمپونو کې د ورځې نظرياتي ټولګي اخېستل او د شپې يې ودکا ګانې پر سر اړولې دا د اسلام اباد له هوايي ډګره نه تلل، دوی د خلق او پرچم په واکمنيو کې د کابل له نړيوال هوايي ډګره الوتل، او هغه چې له کوزنيو ترقي پسندو څخه چا په کې د سليمان لايق پر لور خپل کور ودانولو او چا د کارمل دا نو هم کومه پردۍ او پټه کيسه نه ده، نو په دغسې يو سرچپه ماحول کې د پېښور له هغو افغانانو چې د تره کي زندانونو يې سړي وژلي، د کارمل شورويانو يې کورونه وران کړي او د کور د غړو غړي يې بند پر بند مات او معيوب دي او دوی په کې د پبو او ارمړو په بټيو کې ښختې اچولې؛ دا تمه څنګه ممکن وه چې دوی دې نشنل ګوند ته واه واه او زنده باد ووايي…

مونږ او منځلارتوب!
په هر صورت زه نه د هغه افراط او نه د اوسني افراط پلوي يم، مونږ يو عقلاني او منطقي تعامل ته اړتيا لرو او مونږ منځلارتوب ته ضرورت لرو؛ داسې چې مونږ د پېښو په اړه د بې پرې مطالعې په نتيجه کې قضاوت خوا ته لاړ شو، له بده مرغه په افغاني ټولنه کې افراطيت او د منځلارتوب خلا د نزدې ټولو سياسي او نظرياتي جهتونو خاصه ده. دلته چې څومره غازي امان الله خان ټکول کېږي تر هغې په سلګونو چنده ملا او اسلامي رموز ټکول کېږي، دلته که خان عبدالغفار خان او مجروح او نور مشران او پوهان له طعنو او ټکولو په امان نه دي نو دلته سيد جمال الدين افغان او منهاج الدين ګهيځ هم دغسې په امان نه دي. له همدې امله مونږ چې څه ته اړتيا لرو هغه له نظرياتي توپيرونو او سياسي اجتماعي جلا ليدلورو سره سره يو د بل په اړه ژوره مطالعه ده، يو نظرياتي فعال که خپل مقابل نظرياتي فعال په سمه مانا ونه پېژني او په اړه يې مطالعه ونه کړي او په تش نظر ورباندې ټکان کوي دا نو بې بصيرته تعامل دی، د دې کار پای افراط او عملي مظهر يې ښکنځا او تنګ نظري ده.
مونږ په خپلو ملي هويتونو کې د خپل تاريخ لوی نومونه لرو، له محمود غزنوي، احمد شاه بابا، ميرويس خان نيکه رانيولې تر غازي امان الله خان او باچا خان او داسې ډېرو نورو پورې زمونږ د تاريخ لوی رمزونه دي، دوی زمونږ ملي تاريخ جوړوي او زمونږ ملي هويت ټاکي. مونږ د ملي يووالي لپاره د تاريخ يو شمېر داسې نښو او رموزو ته اړتيا لرو، چې پرې راټول شي او دا د تاريخ ملي سړي مونږ د پېښو په تحليلي تاريخ کې موندلی شو.

تمدني او نظرياتي هويت او مونږ!
په هغه دويم لست کې تاسو د ډېرو سترو اسلامي او اجتماعي شخصيتونو نومونه له استخباراتي ځرو سره ياد کړي، د يو انسان لپاره د ملي هويت تر څنګ نظرياتي هويت يوه لويه اړتيا ده، نن په نړۍ کې انسانان خپلو تمدني هويتونو ته ستنېږي، نن په غټه کې د بشري ټولنو لوی بحران په تمدني شناخت کې موجونه وهي، د بشر اړيکې او تعاملات د سمويل هنټنګټن، فرانسس فوکوياما او نورو نظريه جوړوونکو په کتابونو کې د همدې تمدني هويتونو په لټون کې تعريف شوي او دا نن چې په نړۍ کې جنګونه دي دا تر ډېره د همدې شناختونو د بقا او پنا مبارزه ده.
امام حسن البنا، سيد قطب، مودودي، يوسف القرضاوي او ډېر نور په دغه تمدني کشمکشونو کې د تمدني هويت د مبارزې لوی نومونه دي، دا نومونه زمونږ د افغاني ټولنې په سلوکي برخوردونو، افراطي مزاجونو او نظرياتي عقدو کې د ميده کېدو نه دي، دا د نړۍ په کچه د اسلامي تمدن د معاصر بحث عنوانونه دي، هغه چې مونږ د خپل وطن له تاريخي سړيو سره جانبداره او غرضداره تعامل کړی، مونږ بايد همدا برخورد په خپل حد کې ورغوو، مونږ که مطالعه وکړو او خپل تاريخ ولولو نو بيا به مونږ د عدل او نياو پر لاره برابر شو، له بده مرغه زمونږ په ټولنه کې مطالعه يو غريب فرهنګ دی، دلته تل سياسي مسلطې فکري حلقې ځېنې شخصيتونه لکه د يهودو د هولو کاسټ تر تنقيد پورته بولي، او ځېنې په کې بيا دومره بېباکه وي چې ښه او بد ټول پر بدو شمېري، زه چې وايم تاريخ لوستل غواړي؛ دا ډېره مهمه ځکه ده، چې بيا به مونږ د پېښو په اړه منطقي او عقلاني نظر ولرو، مونږ به د تقدس او ګناه تپنې له پيټي خلاص يو، دلته خو غم دا دی چې تنقيد درسره څوک نه مني، او تر څو چې تنقيد ونه کړو مونږ به تل خپلو تيارو ته رڼا وايو او په دې وهمونو کې به همداسې غورځو او راغورځو…

%d bloggers like this:
/* ]]> */