ټیکنالوژي

جېب کې ځاییدونکی اېیر کنډېشن

ایا گرمۍ تنگ کړي یاست او زړه مو غواړي هر ځای کې له ځانه سره اېیر کنډېشن ولرئ؟ که ځواب مو هو وي، نو ښه خبر دا دی چې جاپانۍ کمپنۍ «سوني» دغې ستونزې لپاره حل لاره وړاندې کړې.

دغه کمپنۍ غواړي داسې اغوستل کېدونکی اېیر کنډېشن وړاندې کړي چې جېب کې ځاییږي او کارولو لپاره يي باید یو ځانگړی کمیس واغوستل شي.
رېون پاکېټ (Reon Pocket) نومې دغه کوچنی اېیر کنډېشن د ځانگړی کمیس د ملا او غاړې ترمنځ شته جېب کې ايښودل کېږي او له غږ وېستلو پرته ترمو الېکټرېک سړه هوا تولیدوي.

که هوا گرمه وي دغه کوچنی اېیر کنډېشن به د کاروونکي د بدن تودوخه ۱۳ درجو ته ټیټه کړي او که هوا سړه وي نو د بدن درجه به د تودوخې ۸ درجو ته ورسوي.

سوني کمپنۍ وايي چې دغه اېیر کنډېشن کې يي پلېټير اېفېکټ کارولی کوم چې په عام ډول د موټر سړولو لپاره کارول کېږي.

کاروونکي دغه اېیر کنډېشن د موبایل یو ځانگړی کاریال له لارې کنترولولی شي او کمپنۍ وايي چې اتومات بڼه به يې هم وړاندې کړي. دغه اېیر کنډېشن یو ځل چارجېدو سره ۲۴ ساعتونو پورې کار کوي.

کاروونکي کولی شي د یو اېس بي سي پورټ له لارې خپل اېیر کانډېشن یوازې ۲ ساعتونو کې په بشپړه توگه چارج کړي.

اوسمهال دغه کمپنۍ خپل دا نظریه کراوډ فنډنگ لپاره وړاندې کړې او امکان لري چې ۲۰۲۰ کې کاروونکو ته وړاندې شي. په پیل کې به دغه اېیر کنډېشن یوازې جاپان کې کاروونکو ته وړاندې شي.

د دغه کوچني اېیر کنډېشن بیه ۱۲۰۰۰ جاپاني ین چې تقریباً ۸۸۵۰ افغانۍ کېږي ده او یوازې ۸۵ گرامه وزن لري.

%d bloggers like this:
/* ]]> */