روغتیا

د بېنډۍحیرانوونکې او ژوند ژغورونکې روغتیايي گټې

بېندۍ یا بامیه تر ټولو پیاوړو او گټورو سبزیجاتو څخه گڼل کېږي. بېنډۍ ډېره لږه کالوري خو ډېر گټور مواد لري. دغه خواړه په زیاته اندازه فایبر، وېټامین اې، سي او فولات لري. له دې سربېره د وېټامین بي، وېټامین کې، کلسیم، پوتاشیم، اوسپنه، مگنیزیم، منگنیز او زېنک غوره سرچینه هم بلل کېږي.

بېنډۍ په زیاته اندازه فیتونیوټرېشن او بیټا-کېروټین، لیوټین او زانتانین په څېر انټي اکسېډنټس هم لري. د همدې پیاوړو او گټورو روغتیايي موادو له کبله بېنډۍ داسې درمل دی چې د بې شمېره ناروغیو مخه نیولی شي.

بېنډۍ د لاندنیو روغتیايي ستونزو او ناروغیو په مخنیوي او درملنې کې مهم رول لوبوي:

د وینې کمښت – د وینې کمښت د مخنیوي لپاره د وینې حجراتو په ډېرښت کې د پام وړ مرسته کوي.

د سرطان ضد – پیاوړي انټي اکسېډنټونه د بدن دفاعي سیستم له هغو ازادو رادیکلونو څخه چې حجرات بدلولو سره هغوی په سرطاني حجراتو بدلوي خوندي ساتي.

ساه بندي – بېنډۍ د انټي اکسېډنټونه او وېتامین سي لرلو له امله د ساه بندۍ ستونزو کمولو کې د پام وړ مرسته کوي.

غښتلي هډوکي – بېنډۍ کې شته فولات هډوکي غښتلي کوي او په دې ډول د هډوکو د پوچوالي مخنیوی کوي.

کولېسټرول – بېنډۍ کې شته حلېدونکی فایبر د وینې غوړ یا کولېسترول کچه ټیټوي او په دې ډول د زړه د ناروغیو مخنیوی هم کوي.

قبض ناروغۍ – بېنډۍ کې شته فایبر او لزجي مواد د قبض ناروغي په له منځه وړلو کې مرسته کوي. بېنډۍ د ځانگړو روغتیايي موادو لرلو له امله د کولمو سرطان په مخنیوي کې هم اغېزناکه ثابتېږي.

شکرې ناروغۍ – دغه خواړه انسولین ته ورته ځانگړتیا لري او د شکر د کچې په ټیټولو کې مهم رول لوبوي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */