ټیکنالوژي

هواوې کمپنۍ د بندیزونو سربېره گټه کړې

د هواوې کمپنۍ اعلان وکړ چې د ۲۰۱۹ لومړۍ نیمايي کې د دغې کمپنۍ عواید زیات شوي. هواوې کمپنۍ وايي چې عواید يي دغې مودې کې ٪۲۳٫۲ زیات شوي، چې حتی د تېر کال په پرتله هم زیاته موندلې ده.

هواوې کمپنۍ له اوږدې مودې راهیسې د امریکا له لوري چین ته په جاسوسۍ تورنېده، خو د مۍ په میاشت کې د دغه هېواد تور لېست کې شامل شوه او دغه کمپنۍ له سترو ستونزو سره لاس او گریوان شوه.

خو هواوې کمپنۍ بیا هم توانېدلی چې دې مودې کې زیات شمېر کاروونکي جذب کړي، چې په مرسته يي د ۲۰۱۹ لومړۍ نیمايي کې ۴۰۱٫۳ مېلیارده ین (۵۸٫۲۸ مېلیارده ډالره) عوایدو په لرلو توانېدلې. تېر کال په دومره موده کې د دې کمپنۍ عواید ۳۲۵٫۷ مېلیاده ین و.

هواوې کمپنۍ د امریکا تور لېست کې د شاملېدو له امله له جدي ستونزو سره مخ شوې وه. امریکا تور لگوي چې هواوې کمپنۍ د نړیوالو کاروونکو معلومات ټولوي او چین ته يي د جاسوسۍ لپاره ورکوي،خو هواوې کمپنۍ بیا تل دغه راپورونه ردوي.

اوس تازه امریکا اعلان کړی چې پر هواوې لگول شوي بندیزونه به اسانوي او دا احتمال هم شته چې وروسته به دغه بندیزونه په بشپړه توگه له منځه وړي. د بندیزونو پای ته رسېدو څخه وروسته به هواوې وکولی شي امریکايي او یو شمېر نورو نړیوالو کمپنیو سره خپلې اړیکې له سره پیل کړي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */