روغتیا

هغه مشروبات چې له بدنه د سگرېټ زهري مواد خارجوي!

اکثره خلک فکر کوي چې تنباکو جوړوونکي کمپنۍ خپلو تولیداتو کې په قصدي ډول نیکوټین اضافه کوي. خو په اصل کې نیکوټین ځانگړې زهري مواد لري او د هغو کوچنیو حشراتو وژلو لپاره کارول کېږي چې د تنباکو پاڼې خوري. له بده‌مرغه د نیکوټین زهري مواد د انسان د بدن پر غړو هم ورته اغېز لري.

د ۴۰۰۰ هغو کېمیاوي موادو څخه چې سگرېټ څښونکي يي له لوگي سره سږو ته دننه کوي، نیکوټین يي تر ټولو خطرناکه بڼه ده. یوازې یو څاڅکی (تقریباً ۳۰ ملي گرامه) يې هم وژونکی ثابتېدی شي. په بیا بیا کارول يي انسان روږدی کوي، چې له دې کبله په خپل وار انسان په بې شمېره وژونکو ناروغیو اخته کوي.

له خپل بدن څخه نیکوتین څنگه خارجولی شو؟

روغتيايي مختصصین وايي چې نیکوټین څخه د خلاصون تر ټولو غوره لاره د سگرېټ پرېښودل دي. د دوی په وینا یو دم د سرگرېټ پرېښودل ډېره ستونزمنه او تر یوه حده ناشونې ده او باید د یو پلان له مخې په تدریجي ډول پرېښودل شي. تر هغې پورې چې سگرېټ په بشپړه توگه پرېږدئ، دغه څلور مشروبات له بدن څخه د سگرېټ زهري موادو خارجولو کې مرسته کوي:

د مالټې اوبه

د مالټې خالص جوس له بدن څخه د نیکوټین له منځه وړلو لپاره تر ټولو اغېزمنه لاره ده. د مالټې خالص جوس بدن ته له زیان رسولو پرته له بدن څخه د مخدره توکو زهري مواد له منځه وړي. هغه کسان چې سگرېټ پرېښودلو لپاره ځانگړی درمل کاروي باید د مالټې جوس ونه کاروي.

باراکولي

د باراکولي خوړل هم بدن کې د ټول شوي نیکوټین کچه ټیټوي. باراکولي د وېټامین بي۵ او سي غوره سرچینه ده.
سگرېټ بدن کې وېټامین سي له منځه وړي چې له همدې امله باید وېټامین سي لرونکي خواړه وخوړل شي او باراکولي هم د وېټامین سي غوره سرچینه ده.
څېړنو ښودلې چې وېټامین سي هغه انټي اکسېډنټ دی چې بدن ته دننه کېدونکو ازادو راډیکالونو او زهري کېمیاوي موادو سره مبارزه کوي او بدن له دننه څخه پاک او روغ ساتي.

د گازرې جوس

بدن ته داخل شوی نیکوټین د انسان مغزو ته ځان رسوي، د وینې سیستم ته داخلېږي، او د درې ورځو لپاره هلته پاتې کېږي او د انسان پوټکي ته زیان رسوي.
له نیکه‌مرغه د گازرې جوس دغه منفي اغېز په وړاندې مبارزه کوي. د گازرې اوبه پوټکي لپاره گټور مواد لکه وېټامین اې، سي، کې او بي لري کوم چې له بدن څخه نیکوټین خارجولو سره پوټکی بېرته ځوان او تازه کوي.

اوبه

اوبه له بدن څخه د نیکوټین په گډون هر ډول مضر مخدره مواد، د درملو پاتې شونې او کېمیاوي مواد خارجوي. نیکوټین په اوبو کې اسانۍ سره حل کېږي، نو له همدې امله بدن څخه دغه مضر او زهري مواد خارجولو لپاره په ورځني ډول ۸ گېلاسه اوبه څښل خپل عادت وگرځوئ.
که تشې اوبه خوند نه درکوي، د خوند لپاره لیمو په کې اضافه کولی شئ.

%d bloggers like this:
/* ]]> */