ټیکنالوژي

پېرېدونکي ته د ایفون پر ځای د صابون استونکې کمپنۍ جریمه شوه

تقریباً دوه کاله وړاندې هندوستان کې یو کس چې ساختماني انجینر دی، د پر لیکه خریدارۍ له لارې د ایفون۷ پلس پېرودلو پرېکړه وکړه.

نوموړی له سنپ ډيل (Snapdeal) څخه چې مختلف پېرېدونکي او پلورونکي په کې حسابونه لري دغه ایفون۷ پلس پېریدلی و.

پروین کومار شرما د ۲۰۱۷ د مارچ په څلورمه دغه ایفون اخستی و، خو دوه ورځې وروسته د مارچ په ۶مه يي خپل پارسل ترلاسه کړ، چې په پارسل کې نوموړي ته د ایفون۷ پلس پر ځای صابون استول شوی و.

پروین کومار وايي چې نوموړي هماغه مهال سنپ ډيل ته شکایت وکړ او دغې ستونزې اړوند يي هغوی ته خبر ورکړ، خو دغې کمپنۍ نه یوازې دا چې په دې اړه کوم اقدام ونه کړ بلکې د نوموړي حساب يې هم ډیلیټ کړ.

خو اوس د پېرېدونکو یو فورم امر کړی چې سنپ ډیل او دغې تېروتنې کې نورې شریکې کمپنۍ باید اغېزمن شوي پېرېدونکی ته یو لک هندي کلدارې د جریمې په توگه ورکړي.

،د موهالي د پېرېدونکو فورم چې دغه شکایت ته رسیدگي کوي سنپ ډیل، پایوس فېشن او د لېږد کمپنۍ بلو ډارټ ته امر کړی چې پروین کومار ته یو لک هندي کلدارې جریمه ورکړي.

که څه هم سنپ ډیل د دې پرېکړې اړوند څه نه دي ویلي، خو ادعا يي کړې چې تېرو اتو میاشتو کې يي له خپل پلټفارم څخه د ۸۰۰۰ هغو پلورونکو حسابونه چې کاروونکو ته يي تقلبي یا مختلف توکي استولي ډېلیټ کړي دي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */