ټیکنالوژي

سامسنگ نوی لپ ټاپ وړاندې کوي

ټوېټر کې یوې باوري سرچینې د سامسنګ کمپنۍ په اړه نوي معلومات خپاره کړي. د دغو معلوماتو پر بنسټ سامسنگ کمپنۍ په داسې نوي لپ ټاپ کار کوي، چې د مایکروسافټ وېنډوز عامل سیستم سره به وړاندې شي.

د دې معلوماتو افشاء کوونکی اېوان بلاس وايي چې ترلاسه شوو تصویرونو کې یوه نری لپ ټاپ لېدل کېږي، چې پکې د دغه لپ ټاپ د کېبورډ او ټرک پډ ډیزاین هم په ډاگه شوی.

دغه لپ ټاپ به کېڼ لوري ته یوازې یو اېس بي ټایپ – سي پورټ ولري او کامره به يي د مخ‌پاڼې پاسنۍ برخې کې ځای پر ځای شوې وي.

په دې تصویرونو کې د دغه لپ ټاپ نورې ځانگړنې نه دي افشا شوي.

سامسنگ کمپنۍ هم د دغه لپ ټاپ اړوند د رسنیو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی، خو کېدای شي دغه لپ ټاپ گلکسي بک اېس (Galaxy Book S) نومول شوی وي.

سامسنگ کمپنۍ تېر کال گلکسي بک۲ معرفي کړی و چې د مایکروسافټ سرفېس پرو ته ورته وه او مخ‌پاڼه يي د کاروونکو په خوښه له کېبورډ څخه جلا کېدله. دغه لپ ټاپ چې بیه يي ۱۰۰۰ امریکايي ډالره ټاکل شوې وه بک لایټ لرونکی کېبورډ او اېس پېن سره وړاندې شوی و.

د سامسنگ کمپنۍ د راتلونکی لپ ټاپ تصویرونه هغه مهال افشا شوي چې د گلکسي نوټ۱۰ ځیرکو موبایلونو معرفي کولو ته یوازې څو ورځې پاتې دي او اټکل کېږي چې سامسنگ به دې غونډې کې خپل دغه لپ ټاپ هم معرفي کړي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */