نړۍ

هندي کشمیر نه ډلې ډلې هندوان د وتلو هڅې کوي

له کله راهیسې چې د هند تر واکمنۍ لاندې کشمير کې حکومت امنیتي خبرداری خپور کړی، زرګونه هندوانو له سیمې د وتلو هڅې پیل کړي دي.
د هند امنیتي چارواکو د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې وسله وال کسان ښايي په کشمیر کې حمله وکړي.
هندي چارواکو وویل چې داسې شواهد یې موندلي چې وسله والې ډلې چې د پاکستان پوځ یې ملاتړ کوي، په کشمیر کې د هندوانو پر عبادت ځایونو د حملو پلان لري.
د جامو او کشمیر ایالتي حکومت ټولو خلکو ته چې د سیل لپاره سیمې ته ورغلي، اعلان وکړ چې ژرترژره بېرته خپلو سیمو ته ستانه شي.
رپوټونه وايي چې پرون د اګست په درېیمه ډله ډله خلک د سرینګړ هوايي ډګر ته ور روان وو او په الوتکو کې د ټولو مسافرو د لېږدولو لپاره سېټونه په سختۍ پېدا کېدل.
د هند یو شمېر خبري رسنۍ وايي چې هوايي شرکتونو ته سپارښتنه شوې چې له هندي کشمیره زیاتو پروازونو ته تیار شي.
د هند په تر واکمنۍ لاندې کشمیر کې د امرنات غار ته چې د هندوانو له سپېڅلو عبادت ځایونو دی، هر کال زرګونه کسان ورځي، خو د جمعې په ورځ ټولو خلکو ته اعلان وشو چې دې عبادت ځای ته له تګه ډډه وکړي او تللي خلک دي بېرته ستانه شي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */