نړۍ

یو لوړ پوړی امریکایي پلاوی د افغان سولې په پار اسلام اباد ته سفر کوي

د رسنیو د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې یو لوړپوړی امریکایي پلاوی په دې ورځو کې پاکستان ته لاړ شي او ددغه هېواد له لوړپوړو حکومتي چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړي. دا چې دغه پلاوی به له پاکستاني لوري سره د سولې پر کومو مواردو خبرې کوي په اړه یې لا ډېر معلومات نه دي ورکړل شوي. پاکستاني رسنۍ وایي چې دواړه خواوې به د اړیکو پر لا پراختیا هم بحثونه ولري. امریکا له پاکستان تمه لري چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته تیار کړي او له دغه هېواد د امریکايي ځواکونو وتلو ته زمینه برابره کړي. افغان حکومت بیا وايي چې پاکستان دوه مخی چلند کوي او لا هم ددغه هېواد پر صداقت شک موجود دی.

%d bloggers like this:
/* ]]> */