خبرپاڼې

د طالبانو ډلې له لوري د خلکو د تهدیدولو په اړه د ا.ا. جمهوري ریاست اعلامیه

د ارګ خبرپاڼه

د طالبانو ډلې د اعلامیې له لارې د افغانستان خلک تهدید کړي، چې په ټاکنو کې د ګډون په صورت کې به ورباندې برید وکړي.

په ټاکنو کې ګډون او د مستقیمو رایو له لارې د اولی الامر ټاکل د افغانستان د خلکو شرعي او قانوني حق دی. د افغانستان دولت د ازادو، رڼو او سرتاسري ټاکنو ترسره کولو لپاره ټول لازم تیاري نیولي، چې د افغانستان خلک په مستقیم ډول د هیواد لپاره د مشروع زعامت ټاکلو کې ونډه واخلي.

د طالبانو د ادعا برعکس چې همدا اوس په قطر کې د امریکا متحدو ایالتونو سره په مذاکره کې دي،د ټاکنو د بودجې زیاته برخه د افغانستان دولت بودجې څخه تامین شوې او د دې پروسې بشپړ مدیریت د افغانانو په غاړه دی.  همغسې چې د افغانستان د ولسي جرګې محترمو غړو د افغانستان د خلکو د منتخبو استازو په توګه نن هم د مصوبې په صادرولو سره پر ټاکلي وخت د ټاکنو د ترسره کېدو ملاتړ کړی دی.

د افغانستان حکومت یو ځل بیا له ټولو بنسټونو څخه چې د ټاکنو ترسره کېدو کې ونډه لري، غواړي چې ټاکنې پر خپل ټاکلي وخت ترسره کړي . د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه  چې د هیواد اصیل بچیان دي، په بشپړ ډول چمتو دي چې د افغانستان خلک له دغه ډول تهدیدونو څخه خوندي کړي او هیڅوک به پرېنږدي چې د دوی د برخلیک ټاکلو کې، د دوی د ګډون مانع شي. د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته قاطع لارښوونه کېږي چې دغه ملي او برخلیک ټاکونکې پروسه مختل کېدو ته پرېنږدي.

د افغانستان خلکو پخوا هم ثابته کړې چې د افغانستان د دښمنانو تهدیدونه او ګواښونه په ملي او برخلیک ټاکونکو پروسو کې د دوی د ګډون مانع نشي کېدلای.

زموږ  خلک به دا ځل هم د رای ورکولو صندوقونو ته لاړ شي او د خپل هیواد راتلونکی زعامت به د خپلې مستقیمې رایې له لارې تعیین کړي، ترڅو د افغانستان د خلکو د ازادۍ دښمنان مختوري شي.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this:
/* ]]> */