خبرپاڼې

د قونسلي خدمتونو په اړه د اسان خدمت ادارې د طرحې په ګډون ۱۱ تدارکاتي موضوګانې منظور شوې

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه.

 په دغه غونډه کې ۱۲ تدارکاتي مورده وارزول شول چې په پایله کې کمېسیون له ۲۹۱ میلیون څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۱۱ مورده منظور کړل.

وروسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژ‎ۍ او بهرنیو چارو وزارتونو د قونسلي خدمتونو لپاره د اسان خدمت ادارې د طرحې په اړه د لارښوونې پېشنهاد ملي تدارکاتو کمېسیون ته وړاندې کړ چې کمېسیون منظور او د اسان خدمت ادارې ته یې دنده وسپارله چې د خدمتونو په وړاندې کولو کې دې د ځنډ د مخنيوي په موخه د انتقال مرحله په پام کې ونیول شي او هڅه دې وشي چې د اسنادو د تائیدۍ په پروسه کې اسانتیا رامنځته شي.

خو د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو معینیت د اړتیا وړ ۱۱ لاټونو کې شامل د اسلامي تعلیماتو د مدرسو د ۱،۹ میلیون ټوکه درسي کتابونو د برابرولو او چاپ پروژې د قرارداد تعدیل (د مودې غځولو) د منظورۍ وړاندیز کمېسیون بېرته وروګرځاوه او دغه وزارت ته یې لارښوونه وکړه چې ملي تدارکاتو کمېسیون ته دې د تعدیل د وړاندیز دلایل او د پروژې د جریان راپور وړاندې کړي.

په همدې حال کې د ۲G, 3G, & 4G BTS  پروژې د تدارکاتي مرحلو د ارزونې د راپور په اړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د لارښوونې پېشنهاد ملي تدارکاتو کمېسیون ته وړاندې شو چې ملي تدراکاتو کمېسیون منظور کړ.

جمهوررئیس غني پر یادې پروژې د بحث پر مهال د مالیې او مخابراتو وزارتونو، د ملي احصائیې او ملي تدارکاتو ادارو ته دنده وسپارله چې د افغان ټېلیکام شرکت سره په همکارۍ دې له څو انحصاري شرکتونو څخه د دغه شرکت د قراردادونو د لرې کولو طرحه ترتیب او کمېسیون ته وړاندې کړي.

سربېره پر دې په یاده پروژه کې د دې وزارت د یو تن کارکوونکي لخوا د ګټو د تضاد پر موضوعاتو هم بحث وشو او تصمیم ونیول شو چې د ګټو د تضاد موضوع دې عدلي او قضایي ادارې وارزوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د کندهار زون د اړتیا وړ روغنیاتو په اړه د لارښوونې پېشنهاد ملي تدارکاتو کمېسیون ته وړاندې کړ چې کمېسیون یاد وزارت ته لازمې لارښوونې وکړې.

د غونډې په پای کې د پنجشېر ولایت د پارنده ۴ مېګاواټه مایکروهایډل پروژې د ځنډ، تعدیل او تمدید د جریمې د وضع کولو د څرنګوالي په اړه د انرژۍ او اوبو وزارت وړاندیز له ارزونې وروسته منظور شو.#

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this:
/* ]]> */