د لیکوال: خبرپاڼه ارشیف

ارګ ته نیږدې راکټونه لګېدلې دي

(سپوږمۍ راډیو): په کابل ښار کې ارګ ته نږدې د اختر د لمانځه له ادا کولو وروسته پنځه راکټونه توغول شوي دي. د کابل ١٠١ اسمايي زون قومندانۍ وياند حشمت ستانکزي، وایی، چې نن سهار څه باندې ٩ بجې د دوهمې حوزې اړوند اماني لېسې ته څېرمه يو راکټ توغول ...

نور ولوله »

پاکستان دې د شعارونو پر ځای عمل وکړي

(سپوږمۍ راډیو): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د نوي وزیر د سفر نیټه تر اوسه نده مشخصه شوې خو د پاکستان له نوي حکومته غواړي چې د شعار پرځای پرخپلو ژمنو عمل وکړي. د پاکستان د بهرنیو چارو نوي وزیرشاه محمود ...

نور ولوله »

د بهرنیو چارو وزارت: د مسکو له بلنې وروسته به په غونډه کې د ګډون او نه ګډون دریځ روښانه کړي

(سپوږمۍ راډیو): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان په اړه په مسکوکې د کیدونکې څواړخیزې غونډې په اړه ورته د روسیې له خوا رسمي بلنه نده رسیدلې او کله چې دغه بلنه ترلاسه کړي بیا په دې اړه چې ایا پکې ګډون کوي کنه خپل رسمي دریځ ...

نور ولوله »

د ترکیې ولسمشر: د لیرې د رالوېدو اصلي لامل پر دغه هېواد اقتصاد حمله ده

(سپوږمۍ راډیو): د ترکیې ولسمشر وایي، داچې د لیرې ارزښت په وروستیو ورځو کې ډیر رالویدلی اصلي علت یې د دې هیواد پراقتصاد حمله ده. رجب طیب اردوغان په یوې ثبت شوې وینا کې، په هیواد کې روانو اقتصادي ستونزو ته په اشاره که څه هم د کوم مشخص هیواد ...

نور ولوله »

طالبان د مسکو په کانفرانس کي ګډون کوي

(نن ټکی اسیا): نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ زمري، ۱۳۹۷ل): امریکايي رسنۍ وال سټریټ ژورنال د اګست پر ۲۰ مه خبر ورکړی چې طالبانو د روسیې رسمي دوعوت منلی او موسکو ته ته روان دي تر څو د افغانستان د سولي په اړه په راتلونکي مهم بین المللي کانفرانس کي ...

نور ولوله »

له مرګه وروسته ژوند په اړه تازه ساینسي څېړنه

تاند- له یوه تازه راپور سره سم چې د دوشنبې په ورځ /اګست ۲۰ خپور شو، ساینسپوهان ادعا کوي چې اروا د انسان له مرګه وروسته د کوانتوم په مقیاس (کمي مقیاس) ژوند ته دوام ورکولی شي. د بریتانیا د ایکسپریس ورځپاڼې د راپور له مخې، ساینسپوهان له ډېر پخوا ...

نور ولوله »

حضرت ځاځي او مجیب افغانستان په ښکلې لومړۍ بریا ونازاوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۰ زمری، ۱۳۹۷ل): د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ په لومړۍ نړیواله شل اوریزو سیالۍ کې افغانستان ایرلینډ ته د ۱۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه. د افغانستان لوبډلې لخوا حضرت الله ځاځي په توپوهنه، مجیب الرحمن او راشد خان په توپ اچونه کې ښه وځلېدل ...

نور ولوله »

د حکومت مشروط اوربند؛ طالب ولې اوربند نه کوي؟

ارشاد رغاند ولسمشرغني تر اوږدو مشورو وروسته اعلان وکړ، چې حکومت یې له وسله والو طالبانو سره د عرفې له ورځې تر راتلونکي میلاد النبي(ص) پورې اوربند کوي او که طالبان حاضر شول دا موده به لا پسې وغځول شي . د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري بیا د اوربند د ...

نور ولوله »

افغانستان په لومړی شل اوریزه لوبه کې ایرلڼد ته ماتې ورکړه

(خامه پریس): د افغانستان او ایرلنډ تر منځ د درېیو شل اوریزو کرکټ لوبو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې افغانستان ایرلنډ ته په ۱۶ منډو ماتې ورکړه. د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړنی  لوبه د خرابې هوا له کبله له ۲۰ اورونو څخه ۱۸ ته را ښکته شوه. پچه ایرلنډ لوبډلې وګتله ...

نور ولوله »

طالبانو په فاریاب کې هم ۷۱ تنه بندي عسکر خوشي کړي دي / ویډیو

(نن ټکی اسیا): نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ زمري، ۱۳۹۷ل): د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نن ټکی اسیا ته وویل چې دوی نن د عرفات په ورځ د خپل مشر شیخ هبة الله اخوندزاده په امر او لوی اختر په مناسبت ۷۱ تنه بندي عسکر خوشي کړل. نوموړي ویلي ...

نور ولوله »

اختره راځه؛ خو پام!

لیکوال: عبد الصمد شاکر دلته دومره بې وسي ده، چې خلک د اوبو په منځ کې له تندې مرې، د چا په یاد کې په څرګنده اوښکې تویونه جرم دی، غریبان ټوله شپه په توره تياره کې له لوږې بې هوښه پراته وي. دلته کورونه قبرونه دي او قبرونه کورونه، ...

نور ولوله »

په شمال کې د طالبانو پوځي مسئول په ګډون ۱۰۲ وسله وال وژل شوي

(خامه پریس): په شمال کې د افغان پوځ ۲۰۹ شاهین قول اردو ادعا کوي چې د د شمالي ولایتونو لپاره د طالبانو نظامي مسئول مولوي مطیع الله په ګډون ۱۰۲ وسله وال مخالفین د هوایي بریدونو په ترڅ کې وژل شوي. شاهین قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې ...

نور ولوله »

د اسد اته ويشتمه؛ څو پېښې څو تأثره | وحيدالله مصلح

د ازادۍ ورځې په مناسبت يوه سيمينار ته د موضوع راته ويل شوي وو، ما د نورو کتابونو تر څنګ د ارواښاد مير غلام محمد غبار تاريخ هم راواخېست. له نظرياتي اختلاف نه ور اخوا او سره له دې چې غبار چپي افکار لرل؛ خو په کوم اسلوب چې غبار ...

نور ولوله »

چخانسوري: د اوربند په تړاو د طالبانو مثبت ځواب ته په تمه یو

(کابل نیوز): دوشنبه, 29 زمری ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د طالبانو مثبت ځواب له ترلاسه کولو وروسته اوربند عملي کیږي. د ولسمشر ویاند وایي، چې افغان حکومت په مشروط ډول د دوشنبې له ورځې له طالبانو سره اوربند اعلان کړی، خو د طالبانو پر ضد عملیات تر هغې جاري ...

نور ولوله »

مریکا په افغانستان د موقتې ادارې پر رامنځ ته کېدو کار کوي

(کابل نیوز): دوشنبه, 29 زمر متحده ایالات په افغانستان کې د یوه موقت حکومت پر رامنځته کولو کار کوي. امریکايي ډپلوماټانو دا موضوع په قطر کې د طالبانو له استازو سره په خبرو اترو او دغه راز د لومړی ځل لپاره څو ورځې وړاندې په کابل کې ...

نور ولوله »